کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۷) : دولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړه شوه.
له ارګ څخه د زمري په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه غونډه کې چې د ملي امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه هم حضور درلود، د غزني، فراه او زابل ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو.
سرچینې زیاته کړې، د غزني امنیتي مسوولانو په دغه ولایت کې د وروستیو تازه امنیتي تحولاتو په هکله ولسمشر ته راپور ورکړ وې ویل، په وروستیو عملیاتو کې دښمن ته درانه تلفات اوښتي.
د وسلهوالو ځواکونو اعلی سرقومندان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړه ورتوب قدرداني وکړه او د دغه ولایتونو لوړ پوړو امنیتي مسوولانو ته یې لارښوونه وکړه چې د اړوندو ارګانونو ترمنځ د همغږۍ په خاطر په ځانګړي ډول غزني کې زیاته هڅه وکړي.
د غزني، فراه او زابل امنیتي او دفاعي مسوولانو له ولسمشر څخه په دې خاطر چې دوی ته یې روحیه ورکړه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په بشپړې همغږۍ د خلکو د امنیت او ارامتیا په خاطر دښمن سره په مقابله کې لا زیاتې هڅې وکړي.
دیادونې وړ ده، چې تیره شپه وسله والو طالبانو پر غزني ښار له څو خواوو څخه ډله ییزبریدونه کړي، چې تر اوسه پورې هلته جګړه روانه ده، او د راپورونو له مخې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني روغتون وایي جې هغوی ته د ۱۵ سرتیرو او ۲ ملکیانو مړي او تر ۳۰ زیات ټپیان ور وړل شوي دي.
بلخوا د غزني چارواکو او د ملي دفاع وزارت په جګړه کې تر ۱۵۰ زیاتو طاللبانو ته مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړیدی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ددوی یواځې ۶ طابان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
هغه بیا د لسګونو دولتي سرتیرو دمرګ ژوبلې او د۲۹ بوستو د نیولو ادعا کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن