ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې پر يوه ښوونيز مرکز ځانمرګي بريد ١١٥ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

15 Aug 2018 - 16:41
15 Aug 2018 - 16:41

درېيم تعقيب - کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۹۷): د کابل  ښار په دشت برچي سيمه کې د "مهدي موعود" په نوم خصوصي ښوونيز مرکز کې ځانمرګي بريد ٤٨ تنه وژلي او ٦٧ نور يې ټپيان کړي دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح وايي چې تر دې دمه له دغه بريد څخه ٤٨ مړي او ٦٧ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلور بجو د کابل ښار په اتلسمې امنيتي حوزه کې پر ياد مرکز شوى دى.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه بريد غندلى او ويلي يې دي: "وحشي تروریستان  د ښوونیزو او فرهنګي مرکزونو په نښه کولو سره په ډاګه کوي چې دوی د اسلامي ارزښتونو او د محمد(ص) د لارښوونو چې د علم زده کړه یې په نر او ښځه فرض ګرځولې ده، خلاف دي."

نوموړي اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دې دردناکې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی وارزوي، ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته دې عاجله رسېدګي وکړي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دغه بريد په دوى پورې تړاو نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version