کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۷): د المپیک ملي کمېټه وايي چې افغان ورزشکار خالد افغان د اندونیزیا په جاکارتا ښار کې د اسيايي سیالیو په اتلسم پړاو کې د سوک وهنې برخه کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.
دغه مطلب د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي دفتر څرګند کړی خو په دې اړه یې جزئیات نه دي وړاندې کړي.
د سرچینې د معلومات له مخې، د اسیايي لوبو دغه اتلسم پړاو د زمري له ۲۷مه د سنبلې تر دویمې په جاکارتا ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي دفتر لیکي چې په دغو سیالیو کې د افغانستان ۷۸ ورزشکاران د تکواندو، باسکټبال، جودو، کورش، وزن پورته کولو، ساحلي والیبال، جوجیسو، رګبي، لامبو وهلو، هوايي ورزشونو، کارتې، ووشو، پهلواني، بدمنتون او اتلتیک برخو کې ولوبېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د اسیا لویې وچې د ۴۵ هېوادونو تر لس زره ډېر ورزشکارانو په څلوېښتو ورزشي څانګو کې ګډون کړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن