کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار له چين څخه وغوښتل چې د يوې لارې يو کمربند پروژه کې د افغانستان جيوپوليټيک ارزښت او موقعيت ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د مشرانو جرګې د دفتر رييس ضياءالرحمن ضياء د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې فضل هادي مسلميار دغه څرګندونې چين ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د لومړي وزير له مرستيال خوی چون خوا سره د ليدنې پر مهال وکړې.
مسلميار د چين – اسيا او اروپا په شپږم نړيوال نندارتون کې د ګډون په موخه له يوه لوړپوړي پلاوي سره چين ته تللى دى.
ضياء وايي، د دې ناستې پر مهال د مشرانو جرګې رييس په ډاګه کړه چې د افغانستان او چين ترمنځ د همکاريو پياوړتيا، پر سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو اجماع رامنځته شوې ده.
مسلميار زياته کړې چې د افغانستان د سولې او ملي پخلاينې په پروسه کې د چين له موقفه ستاينه وکړه او ترې ویې غوښتل، له هغه نفوذ څخه چې پر پاکستان يې لري د افغانستان د سولې لپاره ترې مخلصانه او بې طرفانه استفاده وکړي.
نوموړي دغه راز د چين له مرستيال صدراعظمه وغوښتل، څو د افغان سوداګرو لپاره په خپل هېواد کې مناسبې سوداګریزې اسانتیاوې رامنځته کړي او د افغانستان د زعفرانو او جلغوزیو سربېره دې د افغانستان غالۍ، وچه مېوه او نور داخلي توليداتو ته د چين مارکېټونو ته د واردېدو اجازه ورکړي.
د مشرانو جرګې رييس دغه راز د افغانستان د جلغوزیو وارداتو په هکله لاسليک شوی پروتوکول ته د ژر تر ژره عملي بڼې ورکولو غوښتنه هم وکړه.
مسلميار وايي: ((چين ته مو ډاډ ورکړ چې افغان دولت د ورېښمو لار نوې پروژې (يو کمربند او يو لار) طرحې ملاتړ دی، غوښتنه مو دا ده چې په دې پروژه کې دې د افغان حکومت موقف ته درناوی وشي او د افغانستان جیوپولیټیک ارزښت ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.))
په دې ليدنه کې د چين د لومړي وزیر مرستیال خوی چون خوا د يو کمربند او يوه لار په پروژه کې د افغانستان د دولت له موقفه د مننې تر څنګ وويل چې د مشرانو جرګې د رييس له خوا مطرح شوي موضوعات د چین هېواد لپاره هم خورا په زړه پورې او ارزښتناک دي.
چون خوا په سيمه کې د چين او افغانستان دوستانه اړیکې خورا مهمې او اغېزناکې وبللې او په دغه نړیوال نندارتون کې د افغانستان د مشرانو جرګې د مشر ګډون یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخوالي لامل وباله.
د چين مرستيال لومړي وزیر ژمنه وکړه چې حکومت به يې د افغان سوداګرو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي، چينايي بازارونو ته د زعفرانو او جلغوزيو تر څنګ نورو افغاني محصولاتو او تولیداتو ته د واردېدو زمينه برابره او چينايي سوداګر به تشويق کړي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
چون خوا افغان لوري ته ډاډ ورکړ، حکومت يې اماده دی د سولې او بيا پخلاينې پروسه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او په نورو برخو کې هم خپلې همکارۍ پراخې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن