پلخمري (پژواک، ١٧ وږى ٩٧) : د بغلان ولايت په مرکز بغلان ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونه سرتېري کلا بند دي، بلخوا هلته په جګړه کې د يو شمېر سرتېرو د مرګ ژوبلې اوښتو خبر هم ورکړل شوى دى.
په يادې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دې بريدونو کې ٢٢ د ملي اردو او څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ارباب شمس الله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې جګړه ډېره سخته او دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو په شمال کې د شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي بيا په ياده جګړه کې د ملي اردو مرګ ژوبله ردوي او وايي چې يواځې څلور سرتېري ټپيان شوي دي.
هغه پژواک ته وويل، هلته د ملي اردو ګڼ شمېر سرتېري په يوه پوځي اډه کې کلا بند دي او ددوو نورو پوستو سرتېري نږدې کليو ته تللي دي.
د رضايي په وينا، له يادو سرتېرو سره يې اړيکه پرې ده، خو په قوي ګومان سره هغوى ژوندي دي.
دى وايي، د وسله والو طالبانو پر مورچو هوايي بريدونه شوي او ممکن ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې وي.
بلخوا وسله والو طالبانو بيا د يادو پوستو د نيولو او ٣١ سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن