جلال اباد (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : په ننګرهار ولايت کې د يو سړک د جوړولو چارې پيل او په شخصي لګښت نوى جوړ شوى لوبغالى پرانېستل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د شل متره سور لرونکي سړک جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې .
هغه زياته کړه، دا سړک د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې په سیمه کې د ښاروالیو ولسي تړون ملي پرورګرام د درې شوراګانو له لوري د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړېږي چې شل متره سور او يو نيم کيلو متره اوږدوالى لري.
د نوموړي په وينا، ددې سړک ترڅنګ به په منځ کې يې ګلدان او نور ضروري ملحقات هم جوړېږي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت د ثواب خیریه بنسټ له لوري د ۶۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د فوټبال يو لوبغالی جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د والي وياند وايي چې دا لوبغالى د کوز کونړ ولسوالۍ د سید جما الدین لېسې لپاره جوړ شوى، چې په کې به زده کوونکي د فوټبال لوبه کوي.
خوږياڼي وويل، دا لوبغالى په نږدې یونیم جریب ځمکه کې د لسو میاشتو په موده کې د سید جمال الدین په لېسه کې جوړ شوی، چې په کې د لوبغاړو لپاره د لباسونو د بدلولو په موخه دوه خونې، یوه لویه اداري خونه او نور ضروري ملحقات هم جوړ شوي دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن