کابل (پژواک، ٣١ وږی ۹٧): ولسي جرګې د سرپرستانو له خوا د ځینو ارګانونو پر اداره کولو نیوکه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د یادو ادارو او سترې محکمې د درېیو څوکیو لپاره د ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره نوماندان ور وپېژني.
همدا اوس د کانونو او پټرولیم، د بهرنیو چارو، د اطلاعاتو او کلتور، پوهنې، اوبو او انرژۍ، د ښار او کور جوړولو او ماليې وزارتونه او دغه راز د افغان سرې میاشتې اداره د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
له یادو کسانو ځيني یې شاوخوا دوه کاله او یو شمېر نور بیا له څو میاشتو راهیسې په داسې حال کې د سرپرست په ډول کار کوي چې د سرپرستۍ د قانون له مخې هېڅوک نه شي کولای له دوو میاشتو ډېر د سرپرست په توګه کار وکړي.
د یادولو ده، د سترې محکمې د عالي شورا د درېیو غړو کاري موده هم پای ته رسېدلې او پر ځای یې باید نور کسان ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره ور وپېژندل شي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي محمد نعیم لالي حمیدزي د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د سرپرستانو د کار دوام د قانون خلاف دی او د هغو ادارو لپاره دې نوماندان د باور رایې اخیستو لپاره جرګې ته ور وپېژندل شي چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
د هغه په خبره، زیاتره کاندید وزیران له دې امله د ملت او په ملي شورا کې د خلکو د استازو لپاره هېڅ باور نه لري چې ځواب ورکوونکي نه دي او ډېرۍ یې پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح هم دې جرګې ته ژر تر ژره د کاندید وزیرانو د ور پېژندو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي هم له حکومته وغوښتل چې د حکومت د قانوني کېدو لپاره دې ژر تر ژره جرګې ته د هغو وزارتونو لپاره کاندید وزیران ور وپېژني چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
نوموړي دغه راز له حکومته وغوښتل چې د افغان سرې میاشتې ریاست او د سترې محکمې عالي شورا د درېیو څوکیو لپاره دې کاندیدان یادې جرګې ته د باور رایې ترلاسه کېدو لپاره وروپېژني.
هغه له جزئیاتو پرته وویل، دوه کاندید وزیران او د سترې محکمې دوه غړي مخکې د رسمي مکتوبونو له لارې ولسي جرګې ته ور پېژندل شوي دي.
ابراهیمي حکومت ته په خطاب کې وویل: ((قانون ته احترام ولرئ او د ملت د استازو مشروع غوښتنو ته ځواب ورکړئ او په ادارو کې سرپرستي ختمه کړئ، د سرپرستانو د کار دوام د قانون خلاف دی.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن