کندهار (پژواک د تلې لومړۍ نېټه ٩٧): د کندهار چارواکي وايي چې د ښار په دوهمه امنيتي حوزه کې درې د ماين چاودنې شوې او يواځې يو پوليس په کې ژوبل شوى دى.
دغه چاودنې نن د ماخوستن په څه کم اتو بجو شوې دي.
د کندهار ولايت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند ۳ د ماين چاودنې شوې دي.
سرچينه کاږي، تر لومړۍ چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او وروسته دوې نورې چاودنې شوې دي.
سرچينه زياتوي، په نوموړو چاودنو کي خاص تلفات نشته، يواځې يو پوليس سطحي ټپي شوى او نورو عامو خلکو ته زيان نه دى رسېدلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن