مزار شريف( پژواک، ۸ تله ۹۷): په شمال کې د عامه نظم او سرحدي پوليسو قوماندانيو ته نوي قوماندانان وټاکل شول.
ډګروال ذبيح الله غورځنګ بلخ ولايت کې د شمال زون د عامه نظم د اوومې لوا د نوي قوماندان په توګه وټاکل شو، نوموړي له دې وړاندې بغلان ولايت کې د عامه نظم د قوماندانۍ مسووليت پر غاړه درلود.
له دې سره شمال زون کې د عامه نظم پخوانی قوماندان جنرال حسيب الله قريشي د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندانۍ د درستيزوال په توګه ټاکل شوی دی.
په ورته وخت کې ډګروال محمد جان محمد شمال زون کې د سرحدي ځواکونو د شپږمې لوا د نوي قوماندان په توګه خپل کار پيل کړ.
نوموړی له دې وړاندې زابل ولايت کې د عامه نظم د کنډک قوماندان پاتې شوی و.
د وسله والو ځواکونو د ستردريز قوماندانۍ رييس ارکان ډګرجنرال حبيب الله حصاري شمال زون کې د يادو قوماندانيو د معرفي کېدو په مراسمو کې وويل چې تغيير او تبديل د ښې حکومتولۍ د تطبيق لپاره مهم ګام دی.
نوموړي زياته کړه، دفاع وزارت ته د سرحدي پوليسو او عامه نظم ځواکونو د مسووليتونو سپارلو سره به هڅه دا وي چې نظامي ځواکونه سره منسجم او همغږي شي.
په شمال کې د عامه نظم او سرحدي پوليسو نويو ټاکل شويو قوماندانانو هم ډاډ ورکړ چې د شمال ولايتونو د امنيت ښه کېدو لپاره به جدي هڅې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن