زرنج(پژواک، ٩ تله ٩٧): د نيمروز ولايت د برېښنا دفتر رييس وايي، ٣١٢ هغه کسان چې شاوخوا ٤٢ميليون افغانۍ د برېښناادارې پوروړي وو، عدلي او قضايي ادارو ته يې ورمعرفي کړي دي.
په نيمروز کې د برېښنا ادارې مسوول عبدالباري لطیفي پژواک اژانس ته وويل، د زرنج ښار له ٣٠٠ ډېر هغه کسان چې د برېښنا د لګښت له ورکړې يې ډډه کوله عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
نوموړي وويل چې دغو کسانو د برېښنا رياست د شاوخوا ٤٢ افغانيو له ورکړې ډډه کوله .
هغه وويل:((برېښنا شرکت څو ځله خلکو ته ويلي دي چې د برېښنا د لګښت پيسې په خپل وخت ورته ورکړي، خو مشترکين ورته پام نه کوي او له دوه کلونو راهيسې پوروړي دي، چې بالاخره د يوه لېست له مخې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړل .))
نوموړي زياته کړه چې له دې مخکې يې هم ١٧٠کسان چې د برېښنا د لګښت پيسې يې نه ورکولې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي و.
ده زياته کړه، په دې ولايت کې د نورو ولايتونو په پرتله د برېښنا بيه ټيټه ده او بيا هم خلک په خپل وخت پيسې نه ورکوي .
دده په خبره، چې په مشترکينو فشار رانه شي نو دوى د برېښنا پيسو ورکړې ته نه حاضريږي او په همدې اساس يې څوځله د يوشمېر کسانو د کورونو برېښنا پرې کړې ، خو بېرته يې د بکس قفل الوځولى او برېښنا يې وصله کړې ده.
ده وويل چې يوشمېر دولتي ادارې يې هم پور وړې دي، خو لګښت يې د ماليې وزارت له خوا ورکول کېږي .
دده د معلوماتو په اساس، په نيمروز کې شاوخوا ٢٧زره مشترکين د ايران له وارداتي برېښنا څخه ګټه پورته کوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن