جلال اباد (پژواک، ١١ تله ٩٧): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم کې يې د بار وړونکو موټرو او د فساد اړوند قضیو په تور ۱۲ امنیتي منسوبین او د موټر چلوونکو د اتحاديو غړي نيولي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي حیات الله حیات تورخم ښارګوټې ته د خپل سفر په ترڅ کې د بار وړونکو او نورو موټرو له مسوولینو او چلوونکو د پیسو اخیستنې او ځورونې په تور ۱۲ کسان نيولي دي.
دی وايي، په نيول شوو کسانو کې د تورخم کمیسارۍ څلور منسوبین او د موټر چلوونکو اتحادیې ۸ غړي شامل دي.
هغه زياتوي، د والي تر امر وروسته دغه کسان د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول او ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته د څېړنې په موخه وسپارل شي.
د ننګرهار والي چې تورخم ښارګوټې ته یې سفر کړی و، د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، په تورخم ښارګوټې کې د فساد کچه ټیټه شوې، خو په بشپړ ډول یې د له منځه وړو په موخه جدي هلې ځلې کوي.
هغه زیاته کړه، غواړي په تورخم ښارګوټې کې سوداګرو، موټرو چلوونکو او نورو هېوادوالو ته د قانون په چوکاټ کې اسانتياوې برابرې کړي، خو د کمیسارۍ اړوند د څلور منسوبینو له لوري ورته د موټر چلوونکو د ځورونې او پیسو اخیستو په اړه ورسره په پرله پسې ډول معلومات شریک شول.
همدا راز په غیري قانوني ډول د موټر چلوونکو د اتحادیې په نوم د یو شمېر کسانو له لوري له موټرو څخه پیسې اخیستل کېدې.
په همدې حال کې په پېښور کې افغان کونسل معین مرستیال وایي چې د تورخم ښارګوټې له هغې خوا څخه پیل تر پېښوره پورې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني امنیتي منسوبینو او نورو له لورې د افغان سوداګرو، موټر چلوونکو او نورو څخه په بېلابېلو نومونو غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي .
هغه زیاته کړه چې یاده ستونزه یې په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې او هیله یې وښوده چې د ننګرهار د والي په څېر د فساد د مخنیوي په برخه کې پاکستاني چارواکي هم اقدام وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن