هرات (پژواک، ۱۲ تله ۹۷): د هرات چارواکي وايي چې د شينډنډ ولسوالۍ په اوکل کلي کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د طالبانو څه باندې ۶۰ بوشکه يي ماينونه شنډ او د دې ډلې اړوند څلور ماين ايښودونکي وژل شوي دي.
د هرات د والي وياندجېلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ماينونه په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د وسلو يو ستر زېرمتون کې زېرمه شوي وو.
نوموړي په ډاګه کړه چې دې عملياتو کې د طالبانو څلور مسلکي ماين خښوونکي وژل شوي او درې نور يې ټپيان شوي دي.
هغه يادونه وکړه چې د اوکل کلي ځينې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن