تالقان (پژواک،٢٣تله٩٧): د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې د څو توغنديو د لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ تنه ټپيان شوي دي.
په شمال کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان مل پاسوال عبدالبشير رشيد د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د ينګي کلا ولسوالۍ په بازار او ځينو نورو سيمو کې د هاوان مرمۍ لګېدلې دي.
هغه وايي چې د دغو مرميو د لګېدو له امله ١٥ تنه ټپيان شوي چې د شپږو تنو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
ده زياته کړه: (( دغه د هاوان مرمۍ وسله والو مخالفينو توغولي او له کوم ځاى څخه چې توغول شوي، هغه ځايونه موږ په نښه کړي ډېر ژر به هوايي عمليات پرې ترسره کړو.))
دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې څلور ښځې او يو ماشوم هم ټپيان شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن