کابل (پژواک، ٢٥تله ٩٧): پخواني ولسمشرحامدکرزي د افغانستان د سولې په اړه د امريکا د متحده ايالاتو د وروستيو هڅو ملاتړ وکړ.
کرزي دغه څرګندونې نن د تلې په ٢٥مه، د روسيې په سوچي ښار کې د "والداى" په نامه په پنځلسم کلني کنفرانس کې د وينا پرمهال وکړې.
کرزي هيله څرګنده کړې چې امريکا به افغان سولې ته د رسېدو په موخه د افغانستان له ګاونديو او په ځانګړې توګه روسيې او چين سره چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره پروګرامونه لري، مرسته وکړي، ترڅو د يوه پروګرام له لارې ژر يوې مطلوبې پايلې ته لاسرسى پيدا کړي .
هغه ويلي، بې له شکه په افغانستان کې سوله په ټوله سيمه کې د سولې په معنا ده .
کرزي زياته کړې، چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره اړتيا ده چې سيمه ييزه همکاري بېرته راژوندۍ کړاى شي.
پخواني ولسمشر کرزي تېره اوونۍ د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاده او په کابل کې د امريکا له سفير سره هم کتلي و او په دې اړه يې ورسره خپل نظر او ليد شريک کړى و.
ولسمشر کرزى دوه ورځې مخکې په ياد کنفرانس کې د ګډون په موخه روسيې ته تللى دى.
کرزي په داسې حال کې د افغان سولې لپاره دامريکا د هڅو ملاتړ کړى، چې دافغانستان دسولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په دې اړه له افغان چارواکو، طالبانو او د ځينو مطرحو هېوادونو له مشرانو سره ليدلي دي.
هغه پاکستان، قطر، اماراتو اوسعودي ته تر سفر وروسته بېرته کابل ته راغى او ولسمشر غني سره يې د خپلو ليدنو پايلې شريکې کړې.
خليلزاد ويلي، چې د خپلو ټولو ليدنو کتنو پايلې به په واشنګټن کې له چارواکو سره شريکې کړې.
طالبانو له هم خليلزاد سره ليدنې تاييد کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن