جلال اباد (پژواک، ٢٩ تله ٩٧): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د اچين ولسوالۍ د مامند درې په تاکنۍ سيمه کې د ملکي وګړو پر يو سراچه موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
خوږياڼى وايي چې په دې چاودنه کې د يوې مېرمنې او ٦ ماشومانو په ګډون ١١ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن