مزار شريف ( پژواک، ۳ لړم ۹۷): له کابل وروسته د بلخ پوهنتون په ژورنالېزم پوهنځي کې د اړيکو څانګه پرانيستل شو.
د لوړو زده کړو وزارت مرستيال تواب بالاکرزي د لړم په ۳مه بلخ پوهنتون کې د اړیکو څانګې په پرانيسته کې وويل چې دغه څانګه د امريکا متحده ايالتونو او نبراسکا پوهنتون په مالي او تخنيکي مرسته پرانيستل شوه.
نوموړي وويل چې له کابل وروسته بلخ دويم پوهنتون دی چې د اړيکو ډيپارتمنت په کې ايجاد شو.
هغه زياته کړه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د اړيکو څانګې جوړول د اوسني عصر مهمه اړتيا ده او په خبره يې چې لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي څو د هېواد په نورو پوهنتونونو کې هم دغه پروګرام پيل کړي.
بالاکرزی وايي چې له نړۍ سره د افغان لوستو ځوانانو په اړيکو کې يو لړ تشې محسوسېدې چې د همدې خلاوو ډکولو لپاره دغه ګام پورته شوی دی.
نوموړي وويل: ((د فعالې مفاهمې او کميونيکېشن درلودل د اوسنۍ نړۍ جدي اړتياوې دي، له بده مرغه موږ په دې برخه کې ستونزې لرو؛ هڅو مو دا ده چې په پوهنتونونو کې د ارتباطاتو د ډيپارتمنت تر څنګ د ټولو پوهنځيو لپاره د اړيکو په نوم د يو مضمون تدريسول هم نصاب کې شامل کړو)).
د لوړو زده کړو وزارت معين زياتوي چې په پوهنتونونو کې د نصاب بيا کتنې او د محصلينو او استادانو د ظرفيت لوړولو برخه کې لا ډېرو هڅو ته ضرورت دی چې دغه وزارت يې په پلان کې لري.
د هغه په خبره، د افغانستان په لويو پوهنتونونو کې د څېړنيزو مرکزونو د جوړېدو هڅې روانې دي چې په يو شمېر ولايتونو کې يې لومړني کارونه ترسره شوي دي.
بالاکرزی وايي چې لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو کې د کيفيت لوړېدو لپاره يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي او زياتوي چې د ياد وزارت ټوله پاملرنه دې ته ده څو له لوړو زده کړو څخه فارغېدونکي ځوانان د کار د بازار پر شرايطو برابر وي.
افغانستان کې د نبراسکا پوهنتون د تعلمي پروګرامونو مسوول حميدالله انوري پژواک ته وويل چې په افغانستان کې د اړيکو د څانګو پيل کول له نړۍ سره د افغان ځوانانو د لا ډېر نښلولو په موخه رامنځته شوي دي.
د هغه په خبره، دغه پروګرام ځکه د ژورنالېزم پوهنځي په تشکيلاتو کې اضافه شوی چې موږ غواړو د رسنيزو اړيکو په برخه کې د مسلکي کسانو شمېر زيات شي.
انوري وويل چې نبراسکا پوهنتون به د اړيکو د څانګو استادان د لا ډېرو تجاربو اخيستو په موخه له افغانستانه بهر د نړۍ معتبرو پوهنتونونو ته ولېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن