کابل (پژواک ٩ لړم ٩٧): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې د چاودنو له امله څلور پوليس ټپيان شوي دي.
د ياد شوي وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وايي چې نن ماښام په شاوخوا شپږو بجو د سپين کلي په څلورلاره کې د پوليسو پوستې ته نږدې دوه پرله پسې چاودنې شوې دي.
ده زياته کړه، په دې چاودنو کې څلور پوليس ژوبل شوي دي.
نوموړي د چاودنو د نوعيت په اړه څه نه دي ويلي، خو په ويناي ې چې د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به يې په ډاګه کړي.
د کابل امنيه قومندانۍ وياند بصير مجاهد بيا ويلي چې دغه پېښه د لاسي بمونو د غورځولو له امله رامنځ ته شوې ده.
د دې چاودنو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن