مهترلام (پژواک، ۱۰ لړم ۹۷): چارواکي وايي چې د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو درې ماشومان مړه کړي دي.
چارواکي دغه راز زياتوي چې سېلابونو د عليشنګ تر څنګ د الينګار او دولت شاه ولسواليو يو شمېر کرنيزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د لړم په ۱۰مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت په عليشنګ، الينګار او دولت شاه ولسواليو کې ورښتونه شوي دي.
دی زياتوي، په ځينو سيمو کې ږلۍ هم شوې او د ورښتونو امله سېلابونه راوتلي چې په زياته اندازه کرنيزه ځمکه يې زيانمنه کړې ده.
هغه زياته کړه، په عليشنګ ولسوالۍ کې سېلابونو درې ماشومان وړي چې تر اوسه د دوو جسدونه موندل شوي او يو لا هم نادرکه دی.
دی زياتوي، دغه پېښه د عليشنګ ولسوالۍ په عيني کلي کې رامنځته شوې او اوس د سيمې خلک له ځايي مسوولينو سره يو ځای د ورک شوي ماشوم د جسد پلټنه کوي.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي عبيدالله لغماني هم پژواک ته وويل چې پېښه نن سهار پنځه بجې رامنځته شوې چې د دوو ماشومانو جسدونه سهار اته بجې پيدا شول خو يو لا هم ورک دى.
هغه وايي سيلابونو ډېرو کرنيزو ځمکو کې ولاړ فصلونه هم له منځه وړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن