لښکرګاه (پژواک، ١٠ لړم ٩٧): د هلمند د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نوازد ولسوالۍ کې د ګوزڼ يوه تازه پېښه ثبت شوې ده.
د هلمند د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر حکمت الله همت د لړم په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګوزڼ دغه نوې پېښه د نوزاد ولسوالۍ په غورغوري سيمه کې ثبت شوې ده.
هغه وايي: ((په دې سيمه کې د فرښتې په نوم يوه دوه کلنه نجلۍ د فلج پر ناروغۍ اخته شوې ده.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې دا د ګوزڼ دويمه پېښه ده چې په نوزاد ولسوالۍ ثبتېږي او تر دې وړاندې يوه بله پېښه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ثبت شوې وه.
د همت په وينا، له تېرو اووه مياشتو راهيسې طالبانو په خپلو سيمو کې د پوليو واکسين پر تطبيق بنديز لګولى چې له امله يې د ګوزڼ پېښې ډېرې شوې دي.
نوموړى وايي چې په دغه ولايت کې شاوخوا ٧٥٠زره ماشومانو ته بايد واکسين وشي خو د امنيتي ستونزې له امله يواځې ٢٥٠زره ماشومانو ته واکسين تطبيقېږي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو ويلي، واکسين د کورونو پر ځاى بايد په جوماتونو کې تطبيق شي خو د عامې روغتيا وزارت چارواکي بيا وايي چې د دوى د تګلارې له مخې ماشومانو ته بايد کور په کور واکسين وشي چې څوک له واکسين څخه پاتى نه شي.
د عامې روغتيا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې تر اوسه د ګوزڼ ١٩ پېښې ثبت شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن