کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): د ناټو سرمنشي وايي چې له افغانستانه وتل ورته په دغه هېواد کې له اوسېدو په ګرانه بيه تمامېږي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون په هرات ولايت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت اړوند قوماندانۍ کې خپلو ځواکونو ته د وينا پر مهال کړې دي.
هغه چې افغانستان ته په دوه ورځني سفر راغلى و، په لومړۍ ورځ يې په کابل کې د ولسمشر غني په ګډون له ګڼ شمېر افغان چارواکو سره وليدل.
سټولټنبرګ په هرات کې خپلو سرتېرو ويلي: ((تاسو ځکه دلته ماموريت ترسره کوئ چې ناټو په افغانستان کې ده، ناټو غواړي چې افغانستان داسې خوندي کړي چې يو ځل بيا دغه هېواد د نړيوالو ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي.))
د نوموړي په وينا، که دا يو ډول له افغانستان سره مرسته ده، نو له بلې خوا له ناټو او نړيوالو سره هم مرسته ده او دا د نړيوالې ټولنې د امنيتي ګټو لپاره هم مهمه ده.
د ناټو سرمنشي وايي، که چېرې داسې ونه شي، نو نړيوال ترهګر به په افغانستان کې پر غربي هېوادونو بريدونو لپاره پلانونه جوړ او د دغو هېوادونو امنيت له ګواښ سره مخ کړي.
هغه زياته کړې: ((په کابل کې له افغان مشرانو سره د ليدنو پر مهال هغوى ته مې ډاډ ورکړ چې موږ له تاسو سره اوږودمهاله همکاريو ته ژمن يو او د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوو.))
خو سټولټنبرګ ويلي چې په افغانستان کې ننګونې، سختۍ او ستونزې هم ډېرې دي او دوى دا کمه نه نيسي.
دى وايي: ((موږ پر دې سخت باوري يو چې له افغانستانه وتل موږ ته په افغانستان کې له اوسېدو څخه په ګرانه بيه تمامېږي.))
د هغه په وينا، که چېرې ناټو افغانستان پرېږدي، نو د دې خطر شته چې طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره بيا راشي او خپل مرکزونه قوي کړي.
د ناټو سرمنشي وويل چې په دغه صورت کې به دغه ترهګر پر افغانانو او د نړۍ پر نورو هېوادونو او خلکو بريدونه ترسره کړي.
هغه په ډاګه کړې چې د افغانستان د شخړې د هواري يواځېنۍ سياسي لاره ده چې د خبرو اترو له لارې سوله رامنځته شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن