نیلي (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): په داسې حال کې چې د نورو ولایتونو په پرتله دایکنډي ولایت کې د نجونو ورزش دومره وده نه ده کړې؛ خو یو شمېر نجونې د کورنۍ او ټولنیز ممانعت ترڅنګ، ورزشی رشتو کې د ګډون لپاره ډګر ته راوتلې دي.
دا ورزشکارې نجونې د نیلي ښار په یو ګوټ کې د خلکو له نظره لرې په یوه کوچني سالون کې په لږو امکاناتو خپله ورزشي رشته مخ ته وړي، وایي چې د کورنيو سخت چلند او ناسم باورونه په دایکنډي کې د نجونو د ورزشي ودې مخه ډب کړې ده.
هغوی زیاتوي، سربېره پر دې چې له کورونو څخه د نجونو وتلو پر وړاندې هغه هم د ورزش لپاره زیات خنډونه پراته دي؛ خو په وروستیو کلونو کې نجونې د ناوړه دودونو پر وړاندې ودرېدې او د کورنیو باور یې ترلاسه کړ او په کمو امکاناتو یې د ورزش کولو لار ځان ته هواره کړې ده.
ورزشکارې عاطفې وويل چې له ماشومتوب نه یې ورزش سره مینه درلوده؛ خو پلار يې اجازه نه ورکوله چې د ورزش لپاره له کوره ووځي.
نوموړې زیاته کړه: ((په دې وروستیو کې مې پلار ته قناعت ورکړ چې ورزش د نجونو لپاره ښه دی او له نږدې اتو میاشتو راهیسې د فول رزم رشته مخ ته وړم.))
فاطمې الهام بلې ورزشکارې نجلۍ پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زموږ په ټولنه کې له بده مرغه د خلکو فرهنګ ټیټ دی او ورزش یواځې هلکانو ته ځانګړی کوي؛ خو موږ د دې باور په ضد مبارزه کوو څو ټولو ته دا پیغام ورکړو چې ورزش کول ټولو نارینه او ښځینه وو ته ډېر اړین دی.))
د هغه په وینا، یواځینی مورد چې نجونې په واټونو او سړکونو کې له ځورونې او ربړونې ژغوري، رزمي ورزشونو کې د نجونو ګډون دی.
هغې زیاته کړه: ((که څه هم لږ امکانات په واک کې لرو؛ خو د بریا لوړو څوکو ته د رسېدو او د خپلو هیلو ترسره کولو لپاره هڅه کوو.))
په نیلي ښار کې بلې ورزشکارې رخشانې وویل: ((تر ټولو غټه ستونزه مو د مناسب ځای نه شتون دی او موږ یو کوچني سالون کې نږدې ۴۰ کسان ورزش کوو.))
د نوموړې په خبره، د ولایت ورزشي امریت کې هم د نجونو ورزش لپاره مناسب ځای نشته؛ ځکه د نجونو د ورزش پرمهال، هلکان هم په سالون کې موجود وي.
هغې زیاته کړه: ((موږ تر ټولو لږو امکاناتو ته هم لاسرسی نه لرو او یوه اندازه لومړني وسایل مو په خپلو شخصي پیسو پېرلي دي.))
د دې ورزشکارانو روزونکې حوا رضایي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ورزشي کلب پیل په لومړیو کې د خلکو له لوري له زیاتو ستونزو او خنډونه سره مخامخ و؛ خو د نجونو لېوالتیا او د ځینو کورنیو ملاتړ د نوموړې د کار د دوام لامل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن