کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٧): د کرنې وزارت وايي، د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د غوښينو چرګانو د پالنې د کمپلکس چارې به ډېر ژر بشپړې او د استفادې وړ به وګرځي.
له ياد وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي په حواله راغلي چې د چرګانو د روزنې دغه مجتمع د ۲۵۴ میلیونه او ۷۰۹ زره افغانیو په لګښت د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیو پراختیا برنامې (کارډ-اف) په تخنیکي او مالي مرستو او د خصوصي سکتور په پانګونې سره جوړه شوې ده.
ده ويلي، دغه مجتمع د غوښینو چرګانو د پالنې په موخه ۱۲ سالونونه لري او دمګړۍ څه باندې ۵۰۰ کاریګر یې د جوړولو په چارو بوخت دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دې کمپلکس په جوړېدو سره به ۹۶ کسانو ته د دایمي دندې زمینه هم برابره شي.
سرچينه کاږي، دغه کمپلکس په یوه دوره کې د ۳۰۰ زره غوښینو چرګانو د پالنې او روزنې وړتیا لري او په کال کې د ۳۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د چرګانو ۲,۷۷۱ ټنه غوښه تولیدوي.
سرچينه زياتوي، د یاد کمپلکس د فعالیت پیل کولای شي په کال کې ۵۴.۵ میلیونه افغانۍ عاید ایجاد او د چرګانو دغوښو وارداتو ته په کتو د ۳۸۸ میلیون افغانیو په ارزښت د هېواد په سوادګریز بیلانس کې مرسته وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن