زرنج(پژواک،۲۵لړم۹۷):وسله والو طالبانو د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې يوتن له دولت سره د همکارۍ په تور پر ډزو وژلى دى.
د خاشرود ولسوال حاجی جلیل وطن دوست پژواک ته ووويل چې دوه ورځې مخکې مازيګر مهال وسله والو طالبانو د دلارام- خاشرود پر لاره يوتن له دولت سره د همکارۍ په تور له يوه مسافر وړونکي موټر څخه ښکته کړى او پر ډزو يې وژلى دى.
سرچينه وايي چې د دغه کس جسد د طالبانو له يوه ليک سره تېره ورځ مازيګر د زرنج –دلارام پر لار په خاشرود ولسوالۍ کې ترلاسه شوى .
د هغه په وينا، په ياد ليک کې ليکل شوي چې دغه کس مهرالله د شېر محمد زوى نومېږي، د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ اوسېدونکى او د قشلاق ګل قرارګاه قوماندان و .
د ولسوال په خبره چې تراوسه د دغه تن وارثين نه دي پيدا شوي او جسد يې له دوى سره دى .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن