Pajhwok Afghan News

ملا منان طالبانو ته څومره مهم و؟

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۷): د هلمند چارواکي وايي چې د ملا منان په وژل کېدو سره به په دغه ولايت کې د طالبانو فعاليتونه کمزوري او امنيتي وضعيت به ورسره ښه شي.

خو بل لور ته طالبان بيا وايي چې د ملا منان وژل کېدل د دوى پر مبارزې او ليکو هېڅ ډول منفي اغېز نه کوي.

افغان سيمه ييزو چارواکو پرون وويل چې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي ملا منان د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

وروسته بيا طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د نوموړي وژنه تاييد کړه.

ملا عبدالرحیم چې په ملا عبدالمنان هم مشهور و، د طالبانو تر پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور را وروسته په روان کال کې د طالبان یو تر ټولو مهم او جګپوړی کس دی چي وژل کېږي .

ملا عبدالرحیم د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د فرهاد سيمې اصلي اوسېدونکی او په قوم اسحاقزی و او د طالبانو په رهبرۍ کې تر ټولو مهم نظامي کس و.

ملا منان د طالبانو د حکومت پر مهال د کابل، بګرام او شينډنډ هوايي ډګرونو د مسوول په توګه دندې ترسره کړې وې.

د ملا عبدالمنان په اړه ویل کېدل چې په خپلو فعالیتونو کې یې ځیني وخت خپلسري کوله او په وروستیو څو کلونو کې یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله ډېرو امرونو ته غوږ هم نه نیوه.

د هلمند ځايي سرچينې وايي، پر ملا عبدالرحیم منان تور و چې د ایران له سپاه پاسداران ډلې سره يې نږدې اړیکې درلودې، له هغوی یې وسلې او پيسې ترلاسه کولې او د افغانستان په کچه يې خونړي بريدونه ترسره کول.

ځينې سرچينې داسې هم وايي چې ملا منان په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو له رهبرۍ سره مشکل درلوده، نو ځکه يې په هلمند او شاوخوا ولايتونو کې ښځوونځيو، روغتونونو او نورو عامه پروګرامونو ترسره کولو ته اجازه ورکړې وه.

داسې هم ويل کېږي چې ملا منان په دې وروستيو کې د بهرامچې په سيمه کې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د اغزن سيم له غځولو سره مخالفت کړى و چې دغه کار يې بيا د پاکستان له جدي مخالفتونو سره مخ شوى و.

د هلمند والي محمد ياسين خان د ملا منان په اړه وايي چې نوموړى په طالبانو کې پېژندل شوى شخص و چې د ځمکو د ماليې او د نشه يې توکو د قاچاق له لارې يې پيسې پيدا کولې او بيا يې پر هغه ځان ته جنګي وسايل برابرول.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ‎کله چې ملا هبت الله واک ته ورسېد نو هڅه يې وکړه چې نوموړی بې واکه کړي خو وس يې ونه رسېد.

نوموړى وايي چې ملا منان په دې وروستيو کې د طالبانو په منځ کې خپل محبوبيت ځکه له لاسه ورکړى و چې خپل جګړه ييز فعاليتونه يې د دولت پر وړاندې کم کړي وو.

ياسين خان زياته کړې چې نوموړي په دې وروستيو کې د پاکستان پر ځاى له ايران سره اړيکي ټينګې کړې وې او خپل امکانات او مشورې يې له هغوى څخه ترلاسه کول.

والي وايي چې د ملا منان په وژل کېدو سره به اوس د طالبانو ليکې ډېرې کمزورې شي او په دغه ولايت کې به امنيتي وضعيت ښه شي.

دغه راز په دې اړه د هلمند د ولايتي شورا غړي عبدالمجيد اخندزاده پژواک ته وويل چې ملا منان د خپلو مالي سرچينو د تمويل په موخه د باج اخيستو تر څنګ د نشه يي توکو قاچاق کاوه او هم يې دولتي ځمکې پر خلکو پلورلې.

هغه وايي: ((له دې لارې ميليونونه ډالره سرمايه برابره کړې وه او هم يې په نيم افغانستان کې د طالبانو په ليکو کې واک چلاوه او د دولت ضد فعاليتونه يې کول.))

اخندزاده زياته کړه چې ملا منان په پوځي فعاليتونو کې پوره بلدتيا درلوده چې په وژل کېدو سره يې د طالبانو ليکي کمزورې او د هلمند امنيتي وضعيت ښه کېږي.

د ملا منان په اړه د هلمند د سولې ولايتي کمېټې رييس غلام محمد اسحاقزي پژواک ته وويل: ((د سولې په اړه مې کله هم ورسره خبرې نه وې کړې او نه پوهېږم چې د سولې په اړه به يې دريځ څه و خو دا ويلي شو چې د طالبانو يو مخکښ قوماندان و.))

خو د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظرمحمد رودي وايي چې ملا منان د دولت پر وړاندې پياوړي جګړه ييز فعاليتونه کول چې په وژل کېدو سره به يې امنيتي وضعيت کې د پام وړ ښه والى راځي.

هغه زياته کړه: ((ملا منان په هلمند، اروزګان، فراه او غزني کې جګړې په ټيکه اخيستې او بيا یې ښه پرمختګونه هم په کې کول.))

د رودي په وينا، ملا منان ځکه وژل شوى چې له خپلې رهبرۍ او د سولې له پروسې سره يې مخالفت کاوه.

دغه راز طالبانو ته نږدې سرچينې او د چارو شنونکي عنايت الله کاکړ په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي، ملا منان هغه کس و چې د خپلو بې ساري مدیریتي وړتیاوو په درلودو یې په هلمند کې د برېتانویانو، امریکایانو او په را وروسته کې د افغان حکومت ټول پلانونه او تاکتیکونه یو په بل پسې شنډ کړل.

د هغه په وينا، عبدالجبار قهرمان په هلمند کې د خپل مسووليت پر مهال ډېره هڅه وکړه چې ملا منان ته ماتې ورکړي خو بريالى نه شو او پر خپلې ماتې يې اعتراف وکړ.

ده زياته کړې: ((د دې ډول خلکو له وژل کېدو سره ما سره فکر پیدا شي چې که سوله وای او یا داسې جګړه وای او زموږ د دواړو خواو غښتلي ځوانان په یوه مورچه کې د مشترک دښمن پر خلاف ناست وای، منې که د سیمې او نړۍ یو کبرجن هم راته ټینګ شوی وای.))

بل لور ته طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ملا منان وژل کېدل تاييد کړي دي.

په اعلاميه کې راغلي چې ملا منان په هلمند کې د ځان په شان سلګونه نور ځوانان او مشران روزلي چې د ده لارې ته به ادامه ورکړي.

که څه هم چې د طالبانو په اعلاميه کې د ملا منان وژل کېدل يوه لويه ضايعه بلل شوې خو په کې زياته شوې چې دغه ډول وژنې د طالبانو ليکې نه شي کمزورې کولاى.

د یادونې ده، په ۲۰۰۸ کال کې ملا منان د پاکستان د حکومت له لوري یو ځل بندي شوی و خو وروسته له څه مودې بېرته خوشی شو او د طالبانو له خوا د هلند د والي په توګه وټاکل شو.

Views: 4

Exit mobile version