ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«په هرات کې د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال ملا منان نیازی ټپي شوی»

«په هرات کې د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال ملا منان نیازی ټپي شوی»

author avatar
12 May 2021 - 13:16
«په هرات کې د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال ملا منان نیازی ټپي شوی»
author avatar
12 May 2021 - 13:16

هرات ښار (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۰): د هرات امنیتي سرچینې د طالبانو د بېلې شوې ډلې د مرستیال ملا منان نیازي له ټپي کېدو خبر ورکوي.

په هرات کې یوې امنیتي سرچینې چې ویې نه غوښتل نوم یې افشا شي، پژواک ته وویل چې د طالبانو د بېلې شوې ملا رسول ډلې مرستیال ملا منان نیازی تېره شپه د هرات ګذرې ولسوالۍ د میر داوود په دروازه کې له طالبانو سره په نښته کې له خپلو درېیو کسانو سره ټپي شوی او درې نور کسان یې وژل شوي دي.

یادې سرچینې زیاته کړه چې ملا منان نیازی له نورو درېیو ټپیانو سره د درملنې په موخه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د سرچینې په خبره چې ملا منان نیازي د سر په برخه کې درې مرمۍ لګېدلې دي.

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

دغه راز د ملا رسول ډلې یوې سرچینې پژواک ته تایید کړې او وایي چې ملا منان ټپي شوی او تر درملنې لاندې دی.

د یادونې ده، د ملا رسول ډله په ۲۰۱۵ کال کې له طالبانو بېله شوه او مستقل فعالیت یې پیل کړ.

په هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې د ملا رسول او ملا هبت الله ډلو ترمنځ څو ځلې جګړې شوې او دواړو لورو یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې ډي.

خو د ملا هبت الله د رهبرۍ لاندې طالبان وایي چې د ملا رسول ډله د حکومت په فرمایش جوړه شوې او د طالبانو پر ضد فعالیت کوي.

Views: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.