کابل (پژواک، ٢١ لېندۍ ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي د ترکمنستان له مشرانو سره هم د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
د زلمي خليلزاد پر ټويټرپاڼه کې ليکل شوي چې د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير سره يې په عشق اباد کې د افغان سولې په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.
هغه زياته کړې چې په دې ليدنه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې پر افغان سولې به په ګډه کار وکړي.
تر دې يوه ورځ مخکې زلمي خليلزاد د ازبکستان له ولسمشر او د بهرنيو چارو له وزير سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې وې.
د يادونې ده، زلمى خليلزاد د افغان سولې په اړه پر خپل درېيم سفر راوتلى او تر اوسه يې پاکستان، افغانستان، روسيې، ترکمنستان او ازبکستان ته سفرونه کړي، ټاکل شوې ده چې هغه قطر، متحده عربي امارات او بلجيم ته هم سفرونه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن