فيض اباد (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٧): د بدخشان د فيض اباد ښاروال د کسانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې يو د ملي امنيت سرتېرى او دوه د ښاروال نذيرمحمد کسان ټپيان شوي دي.
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ وياند ثناء الله روحاني پژواک اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې لس بجې د ګارنيزيون سرتېرو د فيض اباد د ښاروال او د ولسي پاڅون کوونکو د قوماندان جنرال نذيرمحمد وسله وال په ښار کې ودرول.
هغه وايي چې تر لفظي شخړې وروسته د نذيرمحمد او د ګارنيزيون د سرتېرو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوه چې په ترڅ کې يې يو د ملي امنيت سرتېرى او دوه د نذيرمحمد کسان ټپيان شوي دي.
ده وويل چې ټپيان د بدخشان روغتون ته انتقال شوي
د روحاني په خبره ، چې اوس په ښار کې پوليس او د شلمې فرقې د دويمې لوا امنيتي ځواکونه موجود دي ترڅو د احتمالي امنيتي مشکل مخه ونيسي .
پژواک هڅه وکړه چې له ښاروال نذيرمحمد چې د ولسي پاڅون کوونکو مشر هم دى خبرې وکړي ، خو ورسره اړيکه ټينګه نه شوه .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن