کابل (پژواک ٢٥ لیندۍ ٩٧): حکمتیار د سولې لپاره د مشورتي بورډ په عوض پر باصلاحیته پلاوي د ټينګار تر څنګ وايي، حکومت د سولې په نوم له حزب اسلامي سره کړې لوبه له طالبانو سره هم تکراروي.
دغه راز حکمتیار د ولسي جرګې په ټاکنو کې د نه بایومتریک شويو رایو د لغوه کېدو غوښتنه کوي او په راتلونکو ټاکنو کې یې د اجرایه ریاست له موجودیت سره مخالفت کړی او زیاته کړې یې ده، تیار دی چې له طالبانو سره ګډ ټاکنیز ټکټ جوړ کړي.
د سولې مشورتي بورډ
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې په خبري ناسته کې وویل: ((سوله زموږ لومړیتوب دی او موږ د سولې لپاره د هر کېدونکي اقدام ملاتړ کوو.))
خو هغه زیاته کړه، د حکومت له کړنو څرګندېږي چې د سولې لپاره هېڅ ډول طرحه، توانمندي او اراده نه لري او غواړي د سولې په نوم له حزب اسلامي سره کړې لوبه له طالبانو سره هم ترسره کړي.
د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې لاسلیک شو او حکمتیار د ۱۳۹۶ کال د غويي په میاشت کې لومړى لغمان کې څرګند او وروسته کابل ته راغی.
د هغه په خبره، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو لپاره له دولت او طالبانو غوښتي چې با صلاحیته پلاوی وټاکي، خو افغان حکومت د باصلاحیته پلاوي د معرفي کولو پر ځای د سولې مشورتي بورډ جوړ کړ. د دې له نوم څخه ښکاري چې دغه بورډ یواځې مشوره ورکوي او تصمیم خپله ولسمشر نیسي.
افغان حکومت د روانې میاشتې په ۲۰مه د حکمتیار او نورو جهادي او سیاسي مشرانو، ولسمشر او مرستیالانو یې، اجرائیه رییس او د هغه مرستیالانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو د رییسانو، قاضي القضات او څو نورو حکومتي چارواکو په ګډون د سولې د عالي ۳۳ کسیز مشورتي بورډ اعلان کړ.
حکمتیار وویل، ټولو سیاسي ګوندونو د سولې مشورتي بورډ رد کړی دی او له دولتي ټيم پرته هېڅ کس حاضر نه شو چې د یاد بورډ غړیتوب ولري.
هغه زیاته کړه، که حکومت د سولې لپاره رښتینې اراده لري، باید باصلاحیته پلاوی مشخص کړي چې د مشورې تر څنګ د تصمیم نیونې صلاحیت هم ولري.
نوموړي وویل، دغه پلاوی باید د ولسمشر، اجرائیه رییس او د ملي شورا د دواړو مجلسونو د رییسانو تر څنګ له داسې کسانو جوړ شي چې سولې ته ژمن وي، د جګړې د دوام مخالف وي او د مهمو تصامیمو وړتيا ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن