ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ۶۶ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې

30 Dec 2018 - 18:31
30 Dec 2018 - 18:31

کندهار (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): په کندهار کې د ۶۶ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې نن له پنجوايي ولسوالۍ څخه پيل شوې چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به جوړې شي.

په دې لړ کې د ۱۰ ښوونځیو د ودانیو لپاره بودیجه منظور شوې چې د جوړولو چارې یې نن پیل شوې.

د ښوونځیو لپاره دغه ودانۍ  د کلو او پراختیا وزارت له خوا د ولسي تړون په چوکاټ کې د ولسمشر د ځانګړي پروګرام(اقراء) له مخې جوړېږي.

د دغه پروګرام د پرانستې په مراسمو کې د کندهار ولایت مقام مرستیال حاجي اغا لالي، د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاق، د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون، د کلو د بیارغونې او پراختیا رییس انجنیر محمد نسیم ایوبي او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

په پيل کې د ولایت مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري د ولسمشر له خوا د (اقراء) په نوم د ځانګړي پروګرام هرکلی وکړ چې له مخې به یې په کندهار کې د ښوونځیو لپاره ۶۶ او د ټول هېواد په کچه ۶ زره ودانۍ جوړې شي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، دغه ودانۍ به تر راتلونکو دوو کلونو جوړې شي.

ده خبر ورکړ چې سمدستي د ۱۰ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره بودیجه منظور شوې چې کار یې همدا نن په پنجوايي ولسوالۍ کې پيل شو.

دغه راز ده یادونه وکړه چې له دې سره به په خوا کې ۳۰ ښوونځيو ودانۍ ترمیم هم شي.

نوموړي دغه ګام د پوهنې په برخه کې ارزښتمن وګاڼه او ویې ویل په دې توګه به زده کوونکي د زده کړو لپاره مجهزې ودانۍ ولري او تدریسي بهیر به معیاري شي.

د کلو د بیارغونې او پراختیا رییس انجنیر محمد نسیم ایوبي له خلکو وغوښتل چې د دغه پروګرام په پلي کېدو کې بشپړه ونډه واخلي څو هم هم د کار زمینه ورته برابره شوې وي او هم دغه پروګرام په ښه توګه مخ ته لاړ شي.

خو هغه په دې اړه معلومات ور نه کړل چې پر دغه پروژه به څومره لګښت راشي.

د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون وویل،خلک دې د دغې پروګرام له لارې د ښوونځيو د ودانیو جوړولو لپاره داسې ځایونه وټاکي چې زده کوونکي یې سرپناه نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version