کابل (پژواک، ١٠ مرغومی ۹۷): ولسي جرګې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې طرحه چې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ عادي او انکشافي بودجه په کې شامله ده، تصویب کړه.
د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه چې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ انکشافي بودجه په کې شاملېږي او په ټوله کې د تېر مالي کال په پرته ۱۲ سلنه زیاته شوې، د لړم په ۲۰مه مشرانو جرګې ته وړاندې شوې وه او دې جرګې د لېندۍ په څلورمه له ځینو وړاندیزونو سره یو ځای تایید کړه.
د ۱۳۹۷ مالي کال بودجې ۲۶۷ میلیارد افغانۍ عادي او له ۹۰ میلیارد افغانۍ انکشافي بودجه وه.
د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې طرحه چې د مرغومي په لومړۍ پیل شوې ده او لېندۍ په اوومه مالیې وزارت ولسي جرګې ته د تصویب لپاره وړاندې کړه.
د مالیې وزارت چارواکي وايي، دا طرحه د شته منابعو، واقعیتونو او د حکومت د لومړيتوبونو پر اساس ترتیب شو چې د برېښنا د لېږد او پراختیا، د دولتي ودانیو د رغولو، د اوسپنې پټلیو او نورې پروژې په پام کې نیول شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ډېره بودجه په ترتیب سره امنیتي سکټور، زیربیناوو، پوهنې، حکومتولۍ، کرنې او کلیو پراختیا ته ځانګړې شوې ده.
ماليې وزارت وايي، د یادې بودجې ۱۸۸ میلیارد افغانۍ بودیجه له داخلي عایداتو او پاتې نوره د بهرنیو ملاتړ کوونکو له مرستو مویلېږي.
دغه راز د سرچینې د معلوماتو له مخې، له ټولې ۱۲۴ میلیارد افغانیو پراختیايي بودیجې ۶۱ میلیارد بودیجه اختیاري او ۶۳ میلیارد نوره غیر اختیاري بودیجه ده چې د نړیوالو ملاتړکوونکو بنسټونو او هېوادونو لخوا به مصرف شي.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې له ټولو ۱۳۶ غړو اوو کسانو دې طرحې ته د رد رایې او پاتې ټولو د تایید اریې وکارولې او دغه طرحه یې تصویب کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن