ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب او خالد پر احتمالي اوربند او نورو سناريوګانو ته پر چمتووالي خبرې کړي

2 Jan 2019 - 19:10
2 Jan 2019 - 19:10

کابل (پژواک ١٢ مرغومى ٩٧): د ملي امنيت شورا دفتر وايي چې د ملي امنيت سلاکار او د ملي دفاع سرپرست وزير پر احتمالي اوربند سربېره مختلفو نورو سناريو ته پر چمتووالى خبرې کړې دي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب نن مازیګر د ملي دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

سرچينه کاږي، دې لیدنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت لوړوالي، د هوايي او ځمکنیو قواوو غوره تجهیز او تمویل او د احتمالي اوربند سربېره مختلفو نورو سناریو ته پر چمتووالي بحث وشو.

خو سرچينې د احتمالي اوربند او نورو سناريوګانو په اړه وضاحت نه دى ورکړى.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، همدا شان لیدنه کې ټینګار وشو چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په بشپړې همغږۍ او انسجام، د دښمن ځپلو ته دوام ورکړي، ترڅو د افغانستان د خلکو بر حقو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي.

د خبرپاڼې په حواله، د هېواد له مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د ملاتړ قدرداني وکړه.

هغه وویل، اوس مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې برخه کې خپل ځای لا پیاوړی کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version