کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧ ): د پوهنې وزارت نن د چاپ له يو کورني شرکت سره د څه باندې ٣٨٢ ميليونه افغانيو په ارزښت د لومړني ټولګیو د ۱۲.۲ میلیونه کتابونو د چاپ او وېش تړون لاسليک کړ.
دغه تړون نن په کابل کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد میرویس بلخي، د بهير طباعتي کمپنۍ له مشر شیرباز کمين زاده سره لاسليک کړ.
بلخي وويل چې دغه کتابونه به په څلورو میاشتو کې چاپ او ښوونځیو ته ووېشل شي.
هغه وايي چې ياد شرکت د دغو کتابونو د چاپ او وېشلو پروژه د ازادې سيالۍ له لارې ترلاسه کړې ده.
سرپرست وزير وايي، د کتابونو وېش يې ځکه ياد شرکت ته ورکړى چې کتابونه پر وخت ښوونځيو ته ورسول شي.
د بهیر شرکت مشر حاجي شېرباز کمين زاده وويل، ژمن دی چې له لومړي تر شپږم ټولګي ياد کتابونه پر خپل وخت او ښه کيفيت چاپ او بيا يې پر ښوونځيو ووېشي.
د پوهنې سرپرست وزير وایي چی د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یې د امریکا متحدو ایالتونو له پراختيایي ادارې (USAID ) نه ۷۵ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.
دى وايي چې دغه پيسې به یوازې د کتابونو د چاپ او وېش په برخه کې ولګول شي او په همدې پیسو به ډېر ژر د ۳۷ میلیونه کتابونود چاپ بل تړون هم لاسلیک شي چې اړتيا به ورسره پوره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن