کابل (پژواک،۱۹مرغومی ۹۷): د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د یو نوماند او د دې جرګې د دوو غړو د وروڼو په ګډون د ۱۶ کسانو لېست چې د ځمکې په غصب، د نامسووله وسله والو په لرلو، له مجرمانو څخه په ملاتړ او نورو جرمونو تورن دي خپور کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم د کورنیو چارو وزارت په کابل کې په بېلا بېلو جرمونو د تورنو ۲۲۲ کسانو لېست خپور کړی و.
د کورنیو چارو وزارت د تازه نوملړ په خپرېدو په لېست کې له شاملو کسانو غوښتي چې ژر تر ژره د خپل حساب د پاکولو لپاره د کابل امنیې قوماندانۍ او له جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست ته مراجعه وکړي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په نوي نوملړ کې شامل کسان ۳۷۷ میله ناقانونه وسلې لري.
په نوملړ کې راغلي، حاجي نوروز د ۱۵ میله وسلې په لرلو د ځمکې په غصب او زورواکۍ، رحیم الدین د ۲۰ میله وسلې په لرلو د قانون پر وړاندې په بې پروايۍ، زورواکۍ او ناوړه ګټه اخیستنه، ملا برادر(د ولسي جرګې د غړي ملاتره خېل ورور) د ۱۵ میله ناقانونه وسلې په لرلو د قانون پر وړاندې پر بې پروایۍ، زورواکۍ، ناوړه ګټه اخیستنه او له ریګریشنونو، کانونو او پلورنځیو څخه د ناقانونه پیسو په اخیستو، د ولسي جرګې نوماند حاجي میرزا صافی د اته میله وسلې په لرلو د قانون پر وړاندې په بې پروایۍ، زورواکۍ، ناوړه ګټه اخیستنه او ناقانونه بلند منزلونو په جوړېدو تورن دی.
دغه راز د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، کریم قره باغ د ۸۰ میله وسلې په لرلو له قانون څخه د سرغړونې، زورواکۍ او د کابل په قره باغ کې له مجرمینو څخه په ملاتړ، خواجه حمید نظامي د ۱۵ میله وسلې په لرلو له غیرمسووله وسله والو په ملاتړ، ناوړه ګټه اخیستنه او د خپل سرو بلند منزلونو په جوړېدو کې په لاس لرلو، رحیم الدین سپین غر د ۱۲ میله وسلې په لرلو له قانون څخه په سرغړونه، زورواکۍ او ناوړه ګټه اخیستو تورن دی.
سرچینې لیکلي، ملا نورحمن په ملا جاوېد مشهور د ۳۰ میله وسلې په لرلو په زورواکۍ او له مجرمینو څخه په ملاتړ، د هارون ګرګ ورور همایون د لس میله وسلې په لرلو له زورواکۍ او له مجرمینو څخه په ملاتړ، خواجه امېد نظامي د ۱۵ میله وسلې، له ناقانونه وسله والو په ملاتړ او ناوړه ګټه اخیستنه تورن دي.
سرچینې ليکلي، عبدالمجید خراساني د ۱۰ میله وسلې په لرلو، زورواکۍ او بلوا، نجیب الله اسلام یار د ۱۰۰ میله وسلې په لرلو، له قانون څخه په سرغړونه، زورواکۍ او ناوړه ګټه اخیستنه، داوود ځاځی د ۱۵ میله وسلې په لرلو، له قانون څخه په سرغړونه، زورواکۍ، د ځمکې په عصب او ناوړه ګټه اخیستنه، حاجي سالم د ۱۲ میله وسلې په لرلو، د قانون په بې احترامۍ، ناوړه ګټه اخیستو او د ځمکو په عصب تورن دی.
دغه راز سرچینې زیاته کړې، د ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد ورور «حاجي جنت ګل» د خښتو وهلو د داش رییس د ۲۰ میله وسلې په لرلو، د قانون په بې احترامۍ، د خښتو وهلو له داشونو څخه د ناقانونه پیسو په راټولولو، زورواکۍ او ناوړه ګټه اخیستو تورن دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ امنیتي ځواکونو د اسلامي مقاومت د نهضت رییس عبدالحمید خراساني چې نوم یې په یاد لېست کې موجود دی د نیولو لپاره د یاد نهضت دفتر د څو ساعتونو لپاره کلانبد کړی و، خو د خرساني په نیولو بریالي نه شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن