ترینکوټ ( پژواک، ٢٥ مرغومى ۹۷): په اروزګان کې د ځينو معيارونو له مخې، نوي ملکان ټاکل کېږي، ځکه چې د چارواکو په وينا، تر اوسه ځيني کړۍ ملکان د دولت پر ضد کاروي او ناقانونه باجونه اخلي.
د اروزګان ولایتي چارواکي وایي، هلته ځیني کړۍ شته چې له نفوذي اشخاصو څخه په ګټې اخیستنې د دولت پر وړاندې ناوړه ګټه پورته کړي.
د اروزګان والي اسدالله سعید نن په هغو مراسمو کې چې د درېيو ملکانو د معرفي کولو په مناسبت جوړ شوي و، وويل چې د دغه ولایت یوازې په مرکز ترینکوټ پورې اړوند سیمو ۳۷۲ ملکان لرل.
دى وايي چې دغو ملکانو به تل له خپلو نومونو په ناوړه ګټې اخیستنې سره، دولتي او غیر دولتي مرستندویه ادارو ته مراجعه کوله او له هغوی څخه به یې د کلي د ملک په نوم باج اخیسته.
سعید وایي، له اړتیا پرته د زیاتو ملکانو د شتون او د هغوی له خوا غیر مشروع کړنې د دې لامل شوې، چې ولایتي اداره د یوه نوې تګلارې له مخې پخواني ملکان لرې او د نویو ملکانو د ټاکلو لړۍ پيل کړي.
د اروزګان والي وایي، تر دې وروسته هغه څوک ملک کېداى شي چې د ملاتړ لپاره د سيمې د خلکو ٣٠٠ تذکرې له ځان سره ولري او یو شمېر نور معیارونه هم پوره کړي، ترڅو رسمي ملک او خلکو ته خدمت وکړي.
والي وایي، له یوشمېر پخوانيو ملکانو څخه ځیني تروریستي کړیو او زورواکو د دولت پر وړاندې ناوړه ګټه اخيسته او همدې ملکانو به د یادو کړیو په لارښوونه لاریونونه او ځيني د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول.
د اروزګان د ملي امنیت رییس جنرال عبدالصمد شمس وایي، د پخوانيو ملکانو یو شمېر له دوی سره په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تړاو دوسیې لري.
هغه په دې اړه جزييات نه ورکوي.
د ملي امنیت رییس له نوو ټاکل شويو ملکانو وغوښتل چې خپل دنده په سمه توګه تر سره کړي او په ښه توګه کلیوالو ته خدمت وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن