کابل (پژواک، ٢۵ مرغومی ٩٧): د پژواک خبري اژانس معلومات ښيي چې سولې د عالي شورا د ۷۲ کسانو د دسترخوان، د کارکوونکو معاش او د تېلو میاشتنى لګښت په ټولیز ډول شاوخوا ۲۶ میلیون افغانیو ته رسېږي.
د سولې شاوخوا ۷۰ کسیزه عالي شورا په ۱۳۸۹ کال کې د مخکيني ولسمشر حامد کرزي له خوا له طالبانو سره د خبرو لپاره جوړ شوې ده. دغه شورا ډېر لګښت کړی، خو تر اوسه هم سوله نه ده راغلې او جنګ د پخوا په پرتله څو برابر خونړی شوی دی.
د دغې شورا ډېر زیات لګښتونه تر اوسه هم دوام لري او یادو میاشتنیو لګښتونو ته په پام د دې شورا یواځې د یادو درېیو برخو کلنی لګښت له ۳۰۰ میلیون افغانیو ډېر دی.
د دسترخوان پیسې
د سولې عالي شورا د روان کال د تلې میاشتې د استحقاق د لګښت جدول چې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړی، ښيي چې د سولې د عالي شورا د رییس، مرستیالانو، د دارالانشاء رییس، غړو او اجرائیه پلاوي په ګډون د دې شورا ۷۲ غړو ته هره میاشت له ۷.۱ میلیون ډېرې افغانۍ د دسترخوان په نوم ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن