لښکرګاه (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷): ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو بريد کړى دى.
د نادعلي ولسوال محمدګل هاشمي د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۱ بجې د ولسوالۍ ٣١ غربي سيمه کې پر يوه واده بريد کړی دى.
هغه زياته کړه، په دغه بريد کې يو تن وژل شوى، درې ټپيان او شپږ تنه طالبانو له ځانه سره بيولي دي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، وژل شوى تن په دغه ولايت کې د طالبانو د بلې ډلې ملا محمد رسول غړى و.
هاشمي وايي، واده د پوليسو اړونده د يوتن د کورنۍ د غړي و او شپږ تښتول شوي کسان ملکي وګړي دي .
د پېښې عيني شاهد د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې طالبانو ١١ کسان له ځانه سره وړي او دوه يې په لاره کې وژلي دي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د ملکي کسانو پر واده بريد ردوي او وايي چې دوى هېڅ دا ډول بريد نه دى کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن