کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٧): افغانستان او اروپايي ټولنې د جنيوا په تېر کنفرانس کې د سولې په تړاو د دې ټولنې پر ژمنو خبرې کړې دي.
د افغانستان ملي امنيت شورا له خوا د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې او د افغانستان دولت استازو پرون مازدیګر په کابل کې ولیدل.
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره د اروپايي ټولنې د هغې ژمنې تطبیق چې د ۲۰۱۸ کال د نومبر میاشتې په ۲۸مه نېټه د اروپايي ټولنې د مشرې او د وړاندې شوي کمېسیون فیدریکا موګیرني له خوا د جینوا د وزیرانو په کنفرانس کې د افغانستان اړوند وړاندې شوې وه، بحث او خبرې وشوې.
د امنيت شورا وايي، دواړو خواوو د دې ژمنې د تطبیق په برخه کې پر مشخصو اقداماتو بحث وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، یاده ناسته چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي رولند کوبیا په مشرۍ جوړه شوې وه، پر پنځو هغو عمده موضوعاتو چې اروپايي ټولنې په جینوا ناسته کې وړاندې کړي وو، بحث ترسره شو.
د سرچينې په وينا، دغه موضوعات عبارت دې له: د سولې د پروسې ټولمنل، پر امنیتي سکتور سربېره ټولو برخو کې اصلاحات، بیا ځلې ادغام، سوداګري، سیمه ییز اتصال او د راتلونکي لپاره د سولې په توافقاتو کې د احتمالي ضامن په توګه د ونډې اخيستل.
د امنيت شورا وايي، د دې ناستو غړو د کابل پروسې د درېیم کنفرانس په اړه چې په نږدې راتلونکي کې جوړېږي، خبرې وکړې او هغه يې د افغانستان لپاره ښه فرصت وباله.
هغوی ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کولای شي د سولې په بهیر کې مرکزي رول ولري، سیمه ییزه او ملي اجماع لا پیاوړې کړي.
اروپايي ټولنې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به د تل پاتې سولې تامین په خاطر هېڅ ډول ملاتړ ونه سپموي او همدا راز د سولې د خبرو اترو په هر پړاو کې همکارۍ ته چمتو ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن