کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د تېلو بيه دوه سلنه او د سون لرګيو بيه څلور سلنه رالوېدلې خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل حال پاتې دي.
د کابل ښارد وزیر اباد سيمه کې د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ٥٠ څخه ٤٨ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ٥٠ څخه ٤٨ افغانیو ته را ټيټه شوې ده.
ده وويل چې د تېلو وارداتو زياتوالى په کابل کې د تېلو بيې رالوېدو لامل شوى دى.
خو د کابل ښار د تایمني سيمې په څلورم سړک کې د اوبلن ګاز يو پلورونکي احمد جاوېد وايي چې نن هم د تېرې شنبې په څېر يوه کيلو مايع ګاز په ٥٥ افغانۍ پلوري.
خو د سوند د لرګیو بیه هم راټيټه شوې ده.
د کابل ښار د تايمني څلورلارې کې یوه لرګي پلورونکي غلام سخى وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو خروار بې پوسته بلوط لرګیو بیه له ۷٥۰۰ څخه ٧٢٠۰ افغانیو ته راکمه شوې او د یو خروار سرې ارچې بیه له ۶٨۰۰ څخه ۶٥۰۰ افغانیو ته لوېدلې ده.
د خوراکي توکو په منځ کې يوازى د قزاقي اوړو بيه لږ ټيټه شوې ده.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بيه له ١٣٤٠ څخه ١٣٣٠ افغانيو ته رالوېدله ده.
خو دى وايي چې نن د تېرې شنبې په څېر ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ١٧٢٠ افغانۍ، ١٦ لېتره خورشيد غوړي په ١٠٠٠ افغانۍ او ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ سېله وريجې په ٢٠٠٠ افغانۍ پلوري.
د کابل په منډوي کې يو چای پلورنکى نوراحمد خيرخواه وايي چې نن د ٧ ورځو وړاندې په څېر يو کيلو شين اندونيزيايى چاى په ٢٨٠ افغانۍ او یوه کیلو تور افریقايي چای په ٣٠٠ افغانۍ پلوري.
د ځينو خوراکي توکو د پرچون پلور بيې د عمده پلور له بيو سره په ځينو مواردو کې کم او په ځينو کې ډېر توپير لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن