چاریکار(پژواک،١٠ سلواغه ٩٧): د سالنګ لار د زياتې واورې د ورښت او توفان له امله د ټېلري موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس عبدالبصیرحبیبي پژواک ته وويل چې دغه لار د شپې اته بجې د يادو موټرو پرمخ تړل شوې ده .
د هغه د معلوماتو په اساس، له تېرې ورځې راهيسې ٢٥ساتني متره واوره اورېدلې او اوس هم ورښت دوام لري.
د سالنګ لار د يوه تونل په وسيله شمال له پلازمينې کابل سره نښلوي، چې دغه لار د ژمي په موسم کې د واورې ورښت، توفان او واورې ښويېدنې له امله ځينې وخت د ترافيکو پرمخ بنده وي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن