کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۷): د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز او د ولسمشر د منظورۍ پربنسټ، د دې وزارت دوه مرستیالان او یو رییس له دندو ګوښه او پر ځای یې نوي کسان وګومارل شول.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي، له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال جنرال جانان بارکزی، امنیتي مرستیال جنرال اخترمحمدابراهيمي او له ترهګرۍ سره د مبارزې رییس جنرال نجیب امان له دندو ګوښه او احتیاط ته سوق شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دکورنیوچارو وزارت د وړاندیز او د ولسمشر د منظورۍ پر اساس، عبدالصبور قانع د لومړي مرستیال، خوشحال خان سادات د امنیتي مرستیال او ماهر یعقوبي له ترهګرۍ سره د مبارزې رییس په توګه ټاکل شوي دي.
نوموړي یاد بدلونونه د سمون راوستو په برخه کې عادي بهیر یاد کړ ويې ویل چې یاد کسان به نږدې راتلونکي کې د دې وزارت منسوبینو ته ور وپېژندل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن