اسعداباد (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٧): د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د ١٠٦ ميليونه افغانیو په لګښت يو پول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه نیول شوو مراسمو ته د کونړ د کليو پراختيا رييس صفت الله شرفمل وويل چې دغه پول د اسمار ولسوالۍ د سېلابي خوړ پر سر جوړ شوى دى.
د نوموړي په وينا، دغه پول ٦٠ متره اوږدوالى او اووه متره سور لري چې ١٠٦،٦ ميليونه افغانۍ يې پر جوړولو لګېدلې دي.
شرفمل زياتوي: ((د پول دواړو خواوو ته موږ ٩٥٠ متره استنادي دېوال هم جوړ کړى څو له اوبو خوندي وساتل شي.))
دغه راز په دې غونډه کې د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وويل چې له دغه پله د ٥٨ کليو خلک ګټه اخلي.
هغه زياته کړه: ((درې زره کورنۍ به په مستقيم ډول او ٢٠زره کورنۍ به په غير مستقيم ډول له دغه پله استفاده وکړي.))
والي د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې د اسمار او مرورې ولسواليو ترمنځ غځېدلى سړک به هم قير کړي.
په دې غونډه کې د اسمار ولسوالۍ يوه قومي مشر سميع الله وويل چې د دغه پول په جوړېدو سره د دوى د تګ راتګ ستونزه هواره شوه.
دى زياتوي: ((کله به چې سېلاب راغى، نو ماشومان به له مکتب نه پاتې وو، لويان به له غم او ښادي نه پاتې وو، نو ډېر ښه کار وشو چې دغه پول جوړ شو.))
دغه قومي مشر ژمنه وکړه چې د اسمار اوسېدونکي په ټولو برخو کې له حکومت سره پوره همکاري کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن