تالقان (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٧): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د همصدا راډيو د دوو کارکوونکو د وژل کېدو په اړه يې جدې پلټنې پيل کړې، څو عاملين يې ونيول شي.
د همصدا راډيو رييسې سيمين همصدا د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو یې دوه کارکوونکي وژلي دي.
هغې وويل: ((ناپېژاند وسله وال راغلي، د دروازې ساتونکى او د راډيو يو وياند شفيق اريا يې يو کوټې ته بيولي او هلته يې بيا دواړه په مرميو ويشتلي او وژلي یې دي.))
نوموړې وويل چې له دې مخکې دوى ته د وسله والو مخالفينو او يا هم د نورو له لوري هېڅ ډول ګواښ نه و شوى.
همصدا له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د رسنيو او د رسنيو د کارکوونکو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.
په دې اړه په شمال زون کې د کابل پرېس کلپ مسوول اجمل کاکړ پژواک ته وويل چې دا د رسنيو لپاره يوه ډېره دردوونکي پېښه ده.
هغه وويل: ((که د رسنيو امنيت ونه ساتل شي او د همصدا راډيو په څېر يې کارکوونکي ووژل شي، ډېرې رسنۍ به وتړل شي.))
خو د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير بيا پژواک ته وويل چې د همصدا راډيو د دوو کارکوونکو د وژلو د پېښې په اړه يې جدي پلټنې پيل کړې، څو عاملين يې ونيول شي.
هغه وايي: ((د دې راډيو مسوولينو تر اوسه موږ ته د امنيتي تهديد په اړه هېڅ ډول شکايت نه و کړى، که هره رسنۍ له تهديد سره مخ وي، موږ ته دې شکايت وکړي يا تهديد له منځه وړو او يا يې هم د امنيت د ټينګښت لپاره سرتېري ورکوو.))
د يادونې ده، دا مهال په تخار ولايت کې د دوو خصوصي ټلوېزيونونو تر څنګ د لسو په شاوخوا کې خصوصي راډيوګانې هم فعاليت کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن