جلال اباد (پژواک، ۲ کب ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د پرله پسې ورښتونو له امله د ننګرهار محبس د يوې خونې چت لوېدلی چې له امله يې يوه مېرمن مړه شوې او يوه بله له درېیو ماشومان سره ټپي ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ۲مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د ننګرهار محبس د مېرمنو په څانګه کې د يوې خونې تير مات شوی او چت يې لوېدلی دی.
دی وايي چې په دې پېښه کې يوه مېرمن مړه شوې، يوه بله او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د کوټې تير د پرله پسې ورښتونو له امله مات شوی او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
په دې پېښه کې د مړې شوې ښځې په اړه د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې یاده مېرمن هغه څوک وه چې څو مياشتې مخکې يې د کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای خپله نګور وژلې وه.
خو د ننګرهار ولایت ویاند وايي چې دغې مړې شوې ښځې باید د محکمې له حکم سره سم ١٦ کاله بند تېر کړى واى.
دا په داسې حال کې ده چې نن د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې هم د یوې خونې د چت لوېدو په پېښه کې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن