ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ پولیس د معاش او امکاناتو له نه شتونه شکایت کوي

26 Feb 2019 - 02:08
26 Feb 2019 - 02:08

کندوز ښار (پژواک، ٦ کب ٩٧): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ پوليس وايي چې مياشتنۍ تنخوا او نور امکانات پر وخت نه ورکول کېږي چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي، خو چارواکي بيا د هغوی دغه څرګندونې په کلکه ردوي.

دغه پوليس زياتوي، که چېرې يادې ستونزې يې هوارې نه شي، نو خپلې وسلې بېرته حکومت ته سپاري او عادي ژوند به غوره کړي.

په دې اړه د چهاردرې ولسوالۍ يوه پوليس څارمن عبدالعزيز د کب په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د تجهيزاتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ((ډېر وخت کېږي چې موږ ته يې دوشکې، بالښت او نور وسايل نه دي راکړي، د دې تر څنګ موږ ټانک لرو، خو تېل نه لرو، وسله لرو، خو د وسلې لپاره مهمات نه لرو چې دغو شيانو موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ کړي يو، بايد حل شي.))

دغه راز يوه بل پوليس عصمت الله پژواک ته وويل چې له وسلو او تجهيزاتو پرته دوى نه شي کولاى د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه وکړي.

ده زياته کړه: ((زموږ ستونزې بايد هوارې شي، په خالي نس او خالي ټوپک جګړه نه کېږي، که نور څه نه وي، هغه زموږ خپل حق خو دې راکړي.))

بل لور ته د همدې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان محمد سردار پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د دوى مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې.

دى وايي: ((په خالي لاس څنګه د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړو، که حکومت موږ ته وسله او معاش نه راکوي، ځواب دې راکړي، موږ هم خپل کور او  ژوند لرو.))

په ورته وخت کې يو بل سيمه ييز پوليس سهارخېل پژواک ته وويل، که حکومت دوى ته امکانات نه ورکوي، نو ځواب دې ورکړي، څو يو بل کار پيل کړي.

ده زياته کړه: ((په کرايي کور کې اوسېږم، درې مياشتې کېږي، معاش مې نه دى اخيستى، هره شېبه له دښمن سره جګړه کې يم، زموږ مشکلات بايد حل شي، که نه دنده پرېږدو.))

همدارنګه د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي شاه ولي پژواک ته وويل، که د پوليسو ستونزې هوارې نه شي، امکان لري ډېرى پوليس خپلې پوستې پرېږدي.

دى زياتوي: ((موږ خبر يو چې پوليس څه مشکل لري، که يې ستونزې هوارې نه شي، امکان لري چې پوستې پرېږدي او دغه کار بيا د دې ولسوالۍ لپاره ډېر خطرناک دى او ان امکان لري چې سقوط هم وکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version