جلال اباد (پژواک، ١٥ کب ٩٧): د ننګرهار ولايت هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه ودانيز شرکت ډله ييز بريد د پنځو بريدګرو او د یاد شرکت د ١٦ کارکوونکو پر وژل کېدو پاى ته ورسېد.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته د دغه شرکت د ١٦ کارکوونکو د وژل کېدو په تاييد وويل چې يوې ډلې وسله والو نن سهار وخته هوايي ډګر ته څېرمه د اي بي اي په نوم پر يوه ودانيز شرکت ډله ييز بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې دوو بريدګرو په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او درې نور د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شول.
د خوږياڼي په وينا چې د امنیتي ځواکونو له لوري دمګړۍ په سیمه کې تصفیوي عملیات جریان لري.
دى وايي، امنیتي ځواکونو دغه راز د بریدګرو دوه واسکټونه، یو موټربم، د تروریستانو له خوا ځای پر ځای شوي لاسي بمونه او ګڼ نور توکي هم له منځه وړلي دي .
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل پژواک ته وويل چې روغتون ته ٩ ټپيان ور وړل شوي چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن