کابل (پژواک، ١٧ کب ۹۷): د کورنيو چارو وزارت وايي، د دوى لومړنۍ څېړنې ښيي چې د کابل ښار پرونى بريد وسله والو طالبانو کړى، خو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېره ورځ له غرمې مخکې په کابل ښار کې د عبدالعلي مزاري د یادغونډې مراسمو ته څېرمه د هاوان مرميو لګېدو پېښه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغې یادغونډې په مراسمو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سربېره د ولسمشرۍ ځينو نوماندانو او د هغوى مرستيالانو او زرګونه کسانو ګډون درلود.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي د کب په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل چې ددوى لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه بريد وسله والو طالبانو کړى او په دې برخه کې ددوى نورې څېړنې هم روانې دي.
د نوموړي په خبره، چې ددې بريد په ترڅ کې د درې ښځو په ګډون ١١کسان وژل شوي او ٩٥کسان ټپيان شوي ، چې په ټپيانو ١٢ ښځې هم شاملې دي.
هغه وويل چې تېره ورځ شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د ١٨مې حوزې اړوند له يوه کور څخه پر يادو مراسمو د هاوان څو مرمۍ فير شوې وې.
د رحيمي په خبره، چې ددې پېښې په تړاو يوتن نيول شوى چې څېړنې ترې روانې دي او دوه بريدکوونکي د بريد پرمهال د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
تېره ورځ يو شمېر رسنيو خبر ورکړى و چې ددغه بريد مسووليت داعش ډلې منلى.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې د کورنيو چارو وزارت ددغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن