کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٧): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د افغانستان حکومت د مسکو په څېر غونډو کې ګډون نه کوي.
د ولسمشر وياند محمد هارون چخانسوري د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت يواځې په هغو غونډو کې ګډون کوي چې د افغانستان د حکومت په محوريت کې جوړېږي.
ده زياته کړه، حکومت د افغان شخړې د هواري لپاره يواځې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو کې ګډون کوي.
چخانسوري وايي، د افغانستان حکومت د مسکو په څېر راتلونکو غونډو کې ګډون نه کوي.
د ولسمشر وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور تېره اونۍ ادعا کړې وه، چې د مسکو په څېر راتلونکې غونډه کې د افغان حکومت استازي هم ګډون کوي.
تېره مياشت په مسکو کې د افغان سياسيونو او طالبانو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه شوې وه، چې د حامد کرزي په مشرۍ د افغان سياسيونو ٤٠ کسيزې ډلې په کې ګډون کړى و.
دغه راز په دې غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر پلاوي هم ګډون کړى و.
د مسکو غونډې په اعلاميه کې راغلي و چې بله دا ډول غونډه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن