کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٧): د افغانستان اسلامي بانک د وضعیت د ښه کېدو او غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له رابعه بلخي روغتون سره د یو شمېر طبي لوازمو مرسته وکړه.
رابعه بلخي روغتون په نسايي ولادي برخه کې د کابل ښار له هغو روغتونونه دی چې یوه شپه او ورځ کې شاوخوا ۹۰۰ ناروغان ورته راځي.
د اسلامي بانک د بازارموندنې برخې رییس سلیم رحیمي په رابعه بلخي روغتون کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، دوی له رابعه بلخي روغتون سره د دوو عملیات خونو د لوازمو مرسته وکړه.
د اسلامي بانک د یادې سرچینې په خبره، په دغه لوازمو کې د بېړنیو ناروغانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړین وسایل او د عملیاتو چپرکټ شامل وو.
نوموړي د یاد روغتون په دهلېزونو کې د یو شمېر پوسټرونو د نصب یادونه هم وکړه چې ناروغان یې پر کتلو خوشاله کېږي.
رحیمي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د یاد روغتون د ډاکترانو او نرسانو فعالیتونه وستایل او ویې ویل، اسلامي بانک د دغه روغتون ۷۰ ډاکترانو او نرسانو ته د ښه فعالیت له امله ډالۍ ووېشلې.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس، د افغانستان اسلامي بانک په سوداګریزو برخو کې د اسانتیا لپاره متشبثو ښځو ته خدمات وړاندې کوي.
هغه وویل، همدا اوس په مکروریانو او شهرنو سیمه کې د دغه بانک دوې نمایندګۍ فعالیت لري او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې دغه خدمتونه د ولایتونو متشبثو ښځو ته هم وړاندې کړي.
د حدیثې په نوم د رابعه بلخي روغتون یوې ډاکترې پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرستې به د رابعه بلخي روغتون د پرمختګ لامل وګرځي.
هغې زیاته کړه، د افغانستان ښځې د ټولنې د مدیریت او مشرۍ وړتیا لري او له دوی څخه باید ملاتړ وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن