ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: ملاعمر پاکستان کې مړ شوی

11 Mar 2019 - 16:00
11 Mar 2019 - 16:00

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٧) : د افغانستان حکومت د امريکايي رسنيو هغه راپور په کلکه رد کړى دى، چې وايي د طالبانو پخوانى مشر ملا عمر په زابل کې اوسېده او هملته مړ شوى دى.

حکومت دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې يوې هالنډۍ ليکوالې په خپل يوه تازه کتاب کې ادعا کړې ده چې ملا عمر په زابل ولايت کې د امريکايي ځواکونو د پوځي اډې په پنځه کيلو مترۍ کې له خپلو څو ساتونکو سره اوسېده او هملته مړ شوى دى.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري  د کب په ٢٠مه، پژواک اژانس ته وويل، چې په زابل کې د امریکایي پوځیانو اډې ته څېرمه د ملا عمر د اوسېدو ادعا له حقیقته لرې ده.

هغه زياته کړې، دا له حقیقته لرې ادعا طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د هویت ورکولو یوه هڅه ده.

چخانسوري وايي، دوی کافي شواهد لري او دا ښيي چې ملا عمر په پاکستان کې ژوند کاوه او هلته مړ شوی دی.

خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر ټول وخت په افغانستان کې اوسیدلی او د یوې ورځې لپاره هم پاکستان یا بل هیواد ته نه دی تللی.

هغه وايي چې نورو هیوادونو ته نه تګ د ملا محمد عمر د وفات سبب هم شو.

مجاهد زياتوي چې په دې مورد کې هر ډول څرګندونې يواځې پروپاګند، بې اساسه او د شخصیت وژنې هڅه ده.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version