کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د ودې په موخه درېيو هندي بنسټونو له يوې افغانۍ کمپنۍ سره د ٦،٥ ميليونو ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسليک کړل.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، دغه هوکړه لیکونه د درېيو هندي خصوصي روغتيایي شرکتونو له خوا د افغانستان "رویال سټارفارما" خصوصي روغتیایي شرکت سره لاسليک شول.
ده وویل، په دغه هوکړه لیکونو کې مجهز تشخیصیه مرکز، د پښتورګو د درملنې پرمختللى مرکز او د درملو د توليدي فابريکې ودانول شامل دي چې اټکل شوى ارزښت يې ٦،٥ ميليونه ډالرو ته رسېږي.
د نوموړي په خبره، دغه قراردادونه د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې په ملاتړ د ٢٠١٨ کال "د سوکالۍ په لور: د هند – افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون" په ترڅ کې تر خبرو وروسته لاسليک کېږي.
هغه زیاته کړه، د دغو مرکزونو په جوړولو سره به نه یواځې دا چې هېوادوالو ته به روغتیايي خدمات وړاندې شي، بلکې بهر ته د درملنې لپاره به د تللو کچه کمه شي او هم به يو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
فيروز وايي چې درې کاله مخکې ٥ سلنه د افغانستان د اړتيا درمل د هېواد دننه توليدېدل، خو اوس تر ٢٠ سلنه پورې درمل په هېواد کې توليدېږي.
به افغانستان کې د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې رئيس پيټر ناتيالو وويل چې د روغتيا سکتور کې د پانګونې زياتېدل د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو او د مهارتونو په ودې کې اغېزمن رول لري.
د عامې روغتيا وزير دغه راز وويل چې د هالنډ یوه پوهنتون په افغانستان کې په تېرو درېيو مياشتو کې یوه څېړنه کړې چې د دغې څېړنې له مخی ۳.۷ سلنه افغانان د روغتیایي خدماتو لپاره له هېواده بهر ځې چې دا د دې ښکارندويي کوي چې له ۹۵ سلنې څخه زیات خلک د هېواد په دننه کې تداوي کېږي.
دى زياتوي: "درې کاله مخکې زمونږ هېوادوال د زړه، سږو او مفصل د عملیاتو لپاره بهر ته تلل، خو نن ورځ دغه عملیات کابل ښار او حتی په ولایاتو کې ترسره کېږي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن